کابل باختر د ثور دريمه :
دداعش ډلې دهېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې په يوه صحرايي محکمه کې درې ورونه په ډزو سره ووژل .
يرغلګرو لومړى دغه ورونه په چپرهار ولسوالۍ کې ددوى له کور څخه له ځان سره بوتلل او وروسته يې ددغه ځاى دلسګونو تنو کليوالي اوسيدونکو دسترګو په وړاندې په يوه صحرايي محکمه کې په ډزو سره ووژل .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼې باختر اژانس ته وويل چې دغه درې ورونه غريبکار و او هيڅ ګناه يې نه لرله .
په همدې حال کې ددغو دريو ورونو کورنى له حکومت څخه غواړي چې دخپلو بچيانو دوژل کيدو عاملان وپيژني او ونيسي . اومجازات يې کړي .
ديوبل خبرله مخې ، دداعش ډلې په ننګرهار ولايت کې ديوه سړي سر غوڅ کړ.
داعشيانو دغه ځوان په دې دليل چې ددولت کارکوونکي و ، دچپرهار په ولسوالۍ کې له وهلو او ډبولو وروسته د لسګونو تنو کليوالي اوسيدونکو دسترګو په وړاندې په يوه صحرايي محکمه کې وواژه .
ختم_ ف _ اکرم