روغتیا

دهېواد په ختيځ کې دکانګو ناروغى دخپريدو دمخنيوي لپاره هلې ځلې

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دهېواد په ختيځ کې د کانګو او يا دوينې ورکوونکي تبې  ناروغى دخپريدو دمخنيوي لپاره  هلې ځلې زياتې شوي دي .
  که څه هم دهېواد ختيح اوس  دکانګو دناروغۍ  دخپريدو ډګر نه دى خو روغتيايي مقامات په دې باور دي چې د نيکمرغه لوى اختر رارسيدو او افغانستان ته له بهر څخه  دزياتو څارويو واردول ددغې وژونکي ناروغى  دخپريدو احتمال زيات کړى دى .
دهېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې ددغې ناروغۍ دمخنيوي لپاره کمپاين پيل شوى دى . په دې کمپاين کې ټاکل شوې ده څاروي  او دڅارويو دساتلو سيمې وڅيړل شوې  او درمل پکې وشيندل شي .
ټاکل شوې ده دغه کمپاين دننګرهار ولايت  په ګوټ ګوټ کې ددغه ولايت  دکرنې او مالدارۍ درياست  دوترنرانو دشپږ ويشتو ډلو له خوا تطبيق شي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله  خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې ددغه کمپاين  دترسره کولو هدف  په ننګرهار ولايت کې دکانګو ناروغۍ دخپريدو مخنيوى دى . له بله پلوه دهېواد په ختيځ کې روغتيايي مقامات وايي  چې دکانګو ناروغى دخپريدو  دمخنيوي  په لاره کې تدبيرونه نيولي دي .
وينه ورکوونکى تبه يا کانګو يوه ويروسي ناروغي ده  چې له څاروېو څخه انسانانو ته ليږل کېږي .
دسملاسي نه پاملرنې په صورت کې  دغه ناروغي کولاى شي  په څو محدودو ورځو کې ناروغ ووژني .
ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته