امنیت

دهېواد په ختيځ کې دنهو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل

-کابل باختر دزمري   ٢٨
نهه  تنه پاکستاني  طالبان په نورستان ولايت کې دهوايي عملياتو په بهير کې ووژل شول .
په  دغو داعشيانو  تيره شپه  په کامديش ولسوالۍ   کې د دوى په پټنځيو بريدونه وشول
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو  يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې  نهه تنه پاکستاني وسله وال طالبان  ووژل شول .
ده وويل دغه داعشيان  په خپلو پټنځيو کې ديولړ ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت و  چې پرې هوايي بريد وشو .
ويل کېږي   په دې بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول .
امنيتي مامورانو نن سهار  د  نورستان ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلور   ماينونه کشف او شنډ کړل
تراوسه پورې  ددغو ماينونو دښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو يوشمير امنيتي خبرځايونو وسله وال طالبان ددغو ماينونو  دښخولو مسوول بولي .
   ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته