امنیت

دهېواد په ختيځ کې دشپږو پاکستاني ډار اچوونکو وژل کېدل .

کابل/ دتلې  ١٩مه / باختر :
شپږ پاکستاني ډار اچوونکي  دهېواد په ختيځ کې  له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي د ډيورنډ له کرښې څخه له راتېرېدو وروسته  دافغانستان  نورستان ته  ورسېدل او غوښتل يې  چې د سرتيرو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي  چې په دوى  دپوځيانو له لوري  ډزې وشوې او ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې  دسرحدي  پوځي واحدونو  يوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وويل چې، په دې نښته کې شپږ پاکستاني وسله وال طالبان ووژل شول .
  هغه وويل:  دغه طالبان  نوي دډيورنډ له کرښې اخوا څخه نورستان ته اوښتى و  او له هغه وروسته چې دافغان پوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ دافغان پوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
ويل کېږي چې په دې نښته کې  پوحيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته