کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه
په داسې حال کې چې دهېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې تورې بورې ستراتيژيکي ساحه دداعشي جګړه مارانو له شتون څخه پاکه شوې ده ، پوځي مقامات په دغه ځاى کې دپوځي واحدونو دځاى پرځاى کيدو خبرې کوي .
دتورې بورې ساحه چې داسامه بن لادن او دالقاعده د نورو افرادو له پناه وړلو وروسته شهرت پيداکړ دډيورند کرښې ته څيرمه دننګرهار ولايت دپچير اواګام په ولسوالۍ کې موقعيت لري .
دغه ساحه په افغانستان کې دلنډ مهالې ادارې له رامنځته کيدو وروسته کرار کرا د ډار اچوونکو په تيره بيا دطالبانو دډلې په خوندي پټنځي بدله شوه او په پاى کې دداعش ډلې څو ورځې مخکې او له مرګانيو نښتو وروسته دتورې بورې اداره له طالبانو څخه واخسته په توره بوره کې دداعش دشتون او فعاليت له زياتوالي وروسته په ختيځ کې دافغانستان جګپوړو پوځي مقاماتو دداعش له شتون څخه ددغې ساحې دپاکولو لپاره عمليات پيل کړل ، هغه عمليات چې په بشپړه توګه د ډار اچوونکو دماتې سبب شول .
دافغانستان په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي قوماندان جنرال محمد نسيم سنګين باختراژانس ته وويل چې دداعشيانو له شتون څخه دتورې بورې له پاکولو وروسته دوى ددغې ساحې په ګوټ ګوټ کې پوځي واحدونه ځاى پرځاى کړل چې په دې ساحه کې د ډار اچوونکو دبيا احتمالي شتون مخه ونيسي .
ده وويل پوځيان هڅه کوي چې دتورې بورې شاوخوا ساحه او ګاونډي ساحې هم په بشپړه توګه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې کړي .
پوځي مقامات په دغو جګړو کې داعشيانو ته دسر ددروندو زيانونو داوښتو خبرې کوي .
ويل کيږي چې په دغو جګړو کې دداعشيانو په لسګونو جنګي وسايل دپوځيانو لاس ته ورغلي دي
په همدې حال کې دپچير او اګام په ولسوالۍ کې دسيمې يو مخوروايي چې لاتراوسه پورې هم دتورې بورې په لرو پرتو سيمو کې داعشيان شتون لري .
0 1 دقیقه لوستل