دهېواد په ختيځه حوزه کې يو درې مياشتنۍ ماشوم دتل لپاره فلج شو
کابل باختر دغبرګولي نهمه :
دعامې روغتيا وزارت تاييدوي چې دکونړ ولايت دوټه پورې په ولسوالۍ کې دپوليو ديوې مثبتې پيښې يو درې مياشتنۍ ماشوم دتل لپاره فلج کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، دروان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې په افغانستان کې دماشومانودفلج اته مثبتې پيښې ثبتې او رپوټ يې ترلاسه شوى دى .
دعامې روغتيا وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې په دې اړوند خپره شوې ده ويل شوي دي چې دوټه پورې ولسوالۍ زياتې ساحې دناامنۍ په خاطر دواکسيناتورانو ته دلاسرسۍ وړ نه دي . ختم_ ف _ اکرم