امنیت

دهېواد په جنوب کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
دهېواد په جنوب کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار دقندهار ، روزګان ، زابل او دهلمند دولايتونوپه ګڼ مېشتو لارو کې شپاړلس ماينونه کشف او شنډ کړل .
دهېواد په جنوب کې اتل قول اردو باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره وايي چې دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف اوشنډ کړى شوي دي .
  تراوسه پورې ددغې ناکامې ماين ښخونې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو دهېواد په جنوب کې امنيتي سرچينې وسله وال طالبان ددغې پېښې عامل بولي .
  ختم_عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته