امنیت

دهېواد په جنوب کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .

کابل باختر دچنګاښ اتمه :
دهېواد په جنوب کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
په قندهار ، روزګان ، زابل او هلمند ولايتونو په ګڼ ميشتو لارو کې نن سهار امنيتي مامورانو اوولس ماينونه کشف اوشنډ کړل
دهېواد په جنوب کې  داتل قول اردو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره ويلي دي  چې دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف  اوشنډ شول .
تراوسه پورې ددغې ماين ښخونې مسووليت چا نه دى منلى خو دهېواد په جنوب کې پوځي مقاماتو طالبان ددغې ماين ښخونې عاملين بللي دي .
طالبان په افغانستان کې په ګڼ مېشتو لارو کې زياتره په ماين  ښخونې لاس پورې کوي هغه اقدام چې پکې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي .
  ختم- سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته