دهېواد په جنوب ختيځ کې يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شول
کابل باختردوږي دمياشتې٢١نيټه :
يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي چې په پاکستان کې جوړ شوي دي دهېواد په ختيځ کې کشف شول .
په زرګونو کيلوګرامه پرمختللي چاوديدونکي توکي چې دويجاړولو زيات وړتيا لري ترلاسه شوي دي.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دغه چاوديدونکي توکي دپاکستان دوزيرستان له واڼه ساحې څخه بار شوي و اوټاکل شوې وه دپکتيکا ولايت له لارې دغزني ولايت ته وليږدول شي او دډاراچوونکو ډلو په واک کې ورکړ شي .
ددغو چاوديدونکو توکو دليږدونې په اړوند دحقاني دشبکې دوه تنه غړي نيول شوي دي .دپکتيکا ولايت دپوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې دغه چاوديدونکي توکي دارګون ولسوالۍ له مربوطاتو څخه دملي امنيت دمامورينو له خوا کشف شول.
ده وويل دغه چاوديدونکي توکي په ماهرانه ډول په ٦٢ بوريو کې ځاى پرځاى شوي وو. له بله پلوه دافغانستان دملي امنيت دلوى رياست ديوې خپرپاڼي په خپرولو سره وايي چې دغه چاوديدونکي توکي دپاکستان دوزيرستان دواڼې له ساحې څخه بارشوي و او ټاکل شوې وه دپکتيکا دولايت له لارې دغزني ولايت ته وليږدول شي اودډار اچوونکو ډلو په واک ورکړى شي.
نيول شويو کسانو په حقاني شبکه کې په خپل غړيتوب اعتراف کړى دى چې غوښتل يې دغه چاوديدونکي توکي دغزني ولايت ته وليږدوي .
طالبان او نور ډاراچوونکي ډلې له پاکستان څخه جوړشوي چاويدونکي توکي، بمونه ، ماينونه او ځانمرګي واسکټونه ترلاسه کوي اوپه خونړيو ډاراچوونکو بريدونو کې ورڅخه استفاده کوي.
پاى ج ذ