دهېواد په بېلابېلو سيموکې ۱۲۳ تنه ډار اچوونکي ووژل شول
کابل باختردوږي دمياشتې١٤ نيټه :
د ملي دفاع وزارت دهېواد په بېلابېلو سيموکې دامنيتي اودفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو د دوام خبر ورکوي.
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د خلکو د سر او مال د ساتنې او د دښمن د ځپلو په خاطرګډ يرغليزعمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٢۳ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ۳۶ نور یې ټپيان شول او د هغوى څو قرارګاوې او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه يوړل شول.باختر آژانس ته د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي:
دغه عمليات د هېواد د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتيا ، قندهار، کندز، بادغيس او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتوکې ترسره شول.
په دغو عملیاتوکې ۵ تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.
پاى ج ذ