امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيموکې دشلو تنو تروريستانو وژل کيدل .

کابل باختر دليندي پنځمه :
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې يولړ ګډ عمليات دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره کړل چې له امله يې  شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول او  ٣٣ تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت دوياندمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل  دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونوګډ عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دغزني ، پکتيکا ، ميدان وردګو ، قندهار ، زابل ، فراه ، جوزجان ، فارياب ، کندز ،  او دهلمندولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي و .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته