کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني او دجمهوري رياست لومړى مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن سهار په ارګ کې دهېواد دسياسي او امنيتي حالاتو په باب خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دواړو لورو دهېواد دسياسي او امنيتي حالاتو په ښه والي، دافغانستان دحکومت په مشرى دسولې دخبرو په بهير کې په رامنځته شويو پرمختګونو ، په هېواد کې دسراسري امنيت او ټيکاو په تامينولو او دسولې دخبرو دبهير په ګړندي کولو باندې ټينګار وکړ .
دمخالفانو او دهېواد ددفاعي اوامنيتي ځواکونو ترمنځ داوربند دټينګښت مسئله چې کيداى شي داړوندو لورو په هڅو سره دجګړو دپاى ته رسولو لپاره بنسټ وي او په شفاف ډول دملي شورا اودجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو مسئله هم وڅيړل شوه .
په دې غونډه کې دجمهوري رياست لومړى مرستيال دهېواد په شمال کې بد امنيتي حالت ته په اشارې سره دنظام الدين قيصاري دشتون دحل کولو په باره کې چې کابو يوه مياشت کې کېږي په بند کې شپې سبا کوي، دهېواد له جمهور رييس سره خبرې وکړې . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل