روغتیا

دهېواد دلويديځ دجراحانو دټولنې کنګره په هرات کې جوړه شوه .

کابل /دلندې لومړى / باختر :
دافغانستان دلويديځې حوزې دجراحانو دټولنې نهمه سراسري کنګره په هرات کې جوړه شوه .
دغه پروګرام دجراحي دعمل په وخت کې او دجراحي له عمل څخه وروسته دعوارضو او اختلالاتو  په اړوند دلويديځې  حوزې دجراحانو  دعلمي اوڅېړنيزو تجربو دشريکولو په موخه دعلمي او تخصصي  مقالو په وړاندې  کولو سره جوړ شو .
دهېواد دلويديځې حوزې  دجراحانو دټولنې رييس عزيز احمد جامي وايي  دلويديځې حوزې دجراحانو ټولنه اته کاله مخکې ددغې ټولنې دغړو ترمنځ دلاس ته راوړنو اودعلمي او تخصصي مقالو او تجربو د شريکولو  په موخه جوړه شوه چې اوس دلومړي ځل لپاره دلويديځ  زون دجراحانو ټولنه  علمي او تخصصي  کنګرې په جوړولو  سره له عملياتو وروسته دعوارضو او اختلالاتو  دمخنيوي لارې چارې دهغوى دعلمي پوهې دکچې دلوړولو په خاطر له يوبل سره شريکوي .
جامي څرګنده کړه چې دلويديځې حوزې جراحانو دتېرو کلونو په نسبت ديادونې وړ پرمختګونه کړي دي لکه څنګه چې دزړه ، مغزو او داعصابو عملياتو چې په تېرو وختونوکې په بهرنيو هېوادونوکې ترسره کېدل اوس په هرات کې په برياليتوب سره ترسره کېږي او په ورځ کې له  ٢٠٠ څخه تر ٢٥٠  ناروغانو پورې په برياليتوب سره دجراحي  عمليات کېږي چې دغه شمېر  په کال کې  نهو زرو ته رسيږي او بهرنيو هېوادونو ته دپنځوسو سلنو خلکو دتګ او دزياتو لګښتونو مخه نيول شوې ده .  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته