کابل باختر دلړم درې ويشتمه :
دهېواد دځوانانو دسوک وهلو دملي ټيم ورزشکاران نن روسيې ته ځي .
ددغو ورزشکارانو دسفر موخه دسوک وهلو په نړيوالو سياليو کې ګډون بلل شوى دى.
دبدني روزنې او سپورت رياست دخپرونو درياست غړي مجيب احمد قاري زاده دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ دروان کال دلړم دمياشتې په شپږ ويشتمه نيټه پيليږي او اووه ورځې به دوام ومومي .
دمجيب دڅرګندونوله مخې په دغو سياليو کې له افغانستان څخه څلور تنه ورزشکاران او يو هيئت ګډون کوي .
ديادونې وړ ده چې په دغوسياليو کې به ديوولسو هېوادونو ورزشکاران برخه واخلي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ