سیاست

دهېواد دخپلواکۍ کاليزه په لوګر کې ونمانځل شوه

 کابلباختردزمري دمياشتې٢٩ نيټه :
دهېواد دخپلواکۍ   ٩٩يمه کاليزه پرون په لوګرولايت کې ونمانځل شوه .
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دهېواد دغه وياړلې ورځ  په       پل علم ښارکې  دنندارتونونو، غونډو ، مشاعرې او دورزشي نندارو په ترسره کولو سره ونمانځل شوه.
په دې غونډه کې دلوګروالي ، امنيه قوماندان ، دملي امنيت رئيس ، دولايتي شورا  غړو  د يوشميردولتي ادارو رئيسانو او غړو ، قومي مشرانو ، مدني فعالانو ، ځوانانو او ښځو ګډون کړى وو.
دلوګر والي محمدانور خان اسحق زي د  هېواد دخپلواکۍ په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په دې ورځ کې ګډون  دټولو افغانانو دنده ده  او هغه کسان  چې  ددغې ورځې   دنمانځنې په لاره کې  ستونزې رامنځته کړي په حقيقت کې  دافغانانو دښمنان دي.
دلوګرولايت  دولايتي شوراغړو سيد قريب الله سادات او محمدناصر غيرت  دانګريزانو په وړاندې دهېواد  داتلوانو سرښندنې او  ځان تيريدنې وستايلې  او زياته يې کړه چې بايد ټول افغانان دخپل هېواد دخپلواکۍ دساتنې په خاطر  په يو موټي توګه ديو اوبل ترڅنګ ودريږي .
دهمغږۍ دمرکز قوماندان  ډګر جنرال تاج الدين دهېواد دزړورو سرتيرو په استازيتوب خبرې وکړې او  ژمنه يې وکړه چې په بشپړې ايماندارۍ او هوډ سره    دهېواد دخپلواکۍ دساتنې  او دامنيت دتامينولو په لاره کې به هلې ځلې وکړي.
دلوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس محمدشفيق پول دخپلواکۍ دارزښت په باب خبرې وکړې او ويې ويل ؛  چې دهېواد خپلواکي او آزادي   داتلانو دهلو ځلو او مبارزو په نتيجه کې موږ ته په ميراث پاتې دي  خپلواکي زموږ حق ده  اودهغې ساتنه  زموږ دټولو افغانانو رسالت دى.
ده په هېواد کې اوسني  حالات پيچلي وبلل ا وزياته يې کړه چې په دې وخت کې دټولو افغانانو يو والي اوپيوستون ته زياته اړتيا  ته  چې په هېواد کې  دجګړې ا ووينې توئيدنې مخه ونيول شي اود پرديو ددسيسو ښکار نه شو.
دغه راز په همدې مناسبت  دلاسي صنايعو ، هنري اثارو  او دزراعتي محصولاتو او دکتاب نندارتونونه هم ديوې ورځې لپاره په لوګرولايت کې پرانستل شول چې له هغو څخه دلوګرولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو ننداره وکړه .
دغونډې په پاى کې  دهېواد خپلواکۍ دکاليزې په درناوي په زړه پورې ورزشي نندارې هم اجرا شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته