سیاست

دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو داته نوي يمې کاليزې له امله دمبارکۍ پيغامونه .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
  دزمري دمياشتې  داته ويشتمې دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ٩٨ کاليزې  له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني ، دجمهوري رياست دمرستيالانو ، اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او داجراييه رياست دمرستيالانو ، دکابينې د غړو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو درييسانو ،  دسترې محکمې د رييس او دافغانستان دټول ملت په نامه نن باختراژانس ته دمبارکۍ پيغامونه رارسيدلي دي .
  په پيغامونو کې دزمري دمياشتې داته ويشتمې  ، دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ٩٨ کاليزې په مناسبت  د مبارکۍ د ډيرو ښو مراتبو دڅرګندولو  تر څنګ دلوى  خداى ( ج )  له دربار څخه په هېواد کې ددايمي سولې ، سراسري امنيت او ټيکاو او دهېواد ټول ستر او مسلمانو ملت  ته دترقى او پرمختګ هيله شوې ده .
  دغه راز په پيغامونوکې په اوسنيو سختو شرايطو کې په هېواد کې دجګړې او وينې توييدو بندولو او دغه راز ملي يو والي او پيوستون ته اشاره شوې ده او دفساد او دنورو ټولنيزو ناخوالو پرخلاف مبارزې باندې ټينګار شوى دى .
دغه پيغامونه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او ديوشمير نورو وزارتونو ، باختراژانس ، دولتي ارګانونو ، خپلواکو  رياستونو ، خصوصي اتحاديو ،  ټولنو ، فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو  ، قومي شورا ګانو ، سياسي ګوندونو او سازمانونو ،  پوهنتونونو دلوړو زده کړو دموسسو او ددولتي اوخصوصي ليسو او ښوونځيو له خوا رارسيدلي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته