سیاست

دهېواد داجراييه رييس په غوښتنه چين دبدخشان ددروازونو زيانمنو شويو کسانو ته استوګنځي جوړوي .

-کابل باختر د وږي ديرشمه :
په کابل کې دچين سفارت دبدخشان ددروازونو زيانمنو شويوکسانو ته داستوګنځيو دجوړولو په باب دهېواد داجراييه رييس غوښتنې ته په ځواب کې تيارى څرګند کړ .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دبدخشان ولايت دخلکو استازو او مخورو په دې وروستيو وختو کې دهېوادله اجراييه رييس سره  په کتنه کې په دروازونو کې دطبيعي پيښو له امله زيانمنو شويو کسانو دنامساعد حالت په باب خبرې وکړې .
دوى وويل چې دسيلاونودراوتلو له امله په لسګونو کورونه ويجاړ شوي او اوس کورنۍ تر خيمو لاندې شپې سبا کوي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دبدخشان داستازو دغوښتنې او دطبيعي پيښو له امله دزيانمنو شويو کسانو دحالت دڅيړنې په باره کې پرون دچارشنبې په ورځ دوږي دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه په کابل کې دچين دولسي  جمهوريت له سفير ياوچينګ سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
دهېواد اجراييه رييس په کابل کې دچين له سفير څخه ددروازونو له مصيبت ځپلو کسانو سره دمرستې او هغو ته داستوګنځيو دجوړولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې همدا اوس بې ځايه شوي  کسان په نامناسب حالت کې شپې سبا کوي .
په کابل کې دچين سفير ياوجينګ له ډاکتر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ددروازو دولسواليو له سيلاو ځپلو سره دمرستې او هغوى ته داستوګنځيو دجوړولو لپاره دخپل متبوع دولت تيارى څرګند کړ .
وپتيل شوه چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دې په ډير لنډ ممکن وخت کې دچين ددولت په مالي مرسته داستوګنې  ديوسلو ديرشو کورونو،يوه کلينيک او ديوه ښوونځي دجوړولو کار پيل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته