سیاست

دهېواد اجراييه رييس : په چاه اب کې تاوتريخوالي پاى ته رسوو .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دتخار ولايت  دچاه اب ولسوالۍ له ګن شمير اوسيدونکو سره په دغه ولايت کې دوروستيو پيښو په اړوند وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ. دتخار ولايت دچاه اب ولسوالۍ اوسيدونکو په دغې ولسوالۍ کې  دوروستيو زړه بوږ نوونکو پيښو په باب معلومات وړاندې کړل او دهېواد له اجراييه رييس څخه يې وغوښتل چې دتاوتريخوالي او دنښتو دبندولو په لاره کې اقدام وکړي .
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دچاه اب ولسوالۍ له اوسيدونکو سره ژمنه وکړه چې ډير ژر ب په دغې ولسوالۍ کې نښتې پاى ته ورسول شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله وويل چې ددغه تاوتريخوالي عاملان به دقانون منګولو ته وسپارل شي .
پخوا دملي وحدت حکومت دچاه اب دپيښو دڅيړنې په موخه يو هيئت دغې ولسوالۍ ته استولى و .
  هيئت څو ورځې مخکې دچاه اب دپيښو په پاره کې  خپل مفصل رپوټ دملي وحدت دحکومت له مشرتابه سره طرحه کړ .
  ختم_  سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته