کابل باختر د کب دمياشتې ١٨ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس وايي ملي يووالى اوپيوستون دتروريستانو دجنايتونو او وحشت په وړاندې ډير ښه ځواب دى.
دباخترآژانس دخبرله مخې : ډاکترعبدالله عبدالله چې نن يې دمارشال محمد قسيم فهيم ددريم تلين ددرناوي په غونډه کې چې دلويې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه خبرې کولې دافغانستان دشهيدانو او دمارشال محمد قسيم فهيم روح ته ددعا په ترڅ کې وويل چې ارواښاد مارشال دملي اتل احمدشاه مسعود له شهادت وروسته دجهاد اومقاومت دسنګرونو دزيات مسووليت رهبري او مديريت وکړ.
دده دڅرګندونوله مخې: دافغانستان دسياسي تاريخ اودبيارغاونې په بهير او
دجهاد اومقاومت له دورې څخه تر نوې دورې پورې دفقيد مارشال رول مهم او
دپاملرنې وړ دى. خو نن دملت ترمنځ دده تشه احساسيږي.
دهېواد اجرائيه رئيس زياته کړه چې مارشال محمدقسيم دهېواد له سياسي او جهادي شخصيتونو څخه و چې دافغانستان دراتلوونکي لپاره يې هدف اوپروګرام درلود.
ډاکتر عبدالله عبدالله دخپلو خبرو په دوام دسردارمحمد داوود خان په روغتون دتروريستي بريد په غندنې سره وويل چې دغه شان بريدونه په هيڅ دين او مذهب کې دتوجيه وړ نه دي .
تروريستان له دين څخه په غلط تفسير او ناوړې استفادې سره د جنايتونو او وحشت په رامنځته کولو لاس پورې کوي.
ده زياته کړه چې دتروريستي ډلو ملاتړ تروريستانو ته امنې اډې او کورونه جوړ کړي دي چې دافغانستان په بيګناه خلکو بريدونه وکړي. له همدې امله بايد ددښمن دپيژندلو په برخه کې ډير کوچنى انحراف يا شک اوترديدبايد وجود ونلري. ځکه هغوى خپل برياليتوبونه زموږ په نفاق کې لټوي.
دغه راز دهېواد اجرائيه رئيس په خپلو خبرو کې په ملي وحدت باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې په اوسنيو شرايطو کې دملي وحدت ساتنه دافغانستان دځمکنۍ بشپړتيا اوسلامتيا ددفاع لپاره ډير مهم شميرل کيږي چې دټولنيز عدالت تامينول او له تبعيض او نفاق پروړاندې مبارزې ته اړتيا لري.
په پاى کې ډاکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه چې دهېواد دملي ګټو او لوړو مصالحو دتامينولو لپاره ټول مسووليت لري چې دحساسو امنيتي اوسياسي شرايطو په ښه درکولو سره دمجاهدينوپه ليکو کې دټينګښت او دافغانستان دقومونو ترمنځ ديووالي اوپيوستون لپاره هلې ځلې وکړي.
د جمهوري رياست دپخواني لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم ددريم تلين دنمانځنې په غونډه کې لوړ پوړو دولتي مقاماتو، سياسي شخصيتونو، مجاهدينو ، عالمانو او ځوانانو ګډون کړى وو.
دغه رازپه دغو مراسمو کې دملي امنيت دلوى رياست لومړى مرستيال اديب فهيم ، دهېواد پخوانى جمهوررئيس حامدکرزى ، داجرائيه رياست دويم مرستيال حاجي محمدمحقق ، دملي دفاع پخوانى وزير عبدالرحيم وردګ او يوشميرنورو برخه والو ويناوې وکړې او دمارشال فهيم دګډ کار او سياسي شخصيت له تجربو څخه يې يادونه وکړه اود مارشال محمد قسيم فهيم د ژوندانه بيلابيل اړخونه يې وڅيړل .
0 2 دقیقې لوستل