ښوونه او روزنه

دهېواد اجرائيه رئيس دتحصيلي مرکزونو وده اوپياوړتيا دهېواد د راتلوونکي ضمانت کوي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٩ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رئيس ډاکتر عبدالله  عبدالله د  پنجشير ولايت دلوړو زده کړو موسسې له  رهبري غړو سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې بايد تحصيلي سيستم دوخت دمعيارونو او دټولنې داړتياو له مخې عيارشي.
دهېواد اجرائيه رئيس ددغې موسسې  درهبري  غړوته څرګنده کړه   چې دځوانانو دظرفيت جوړول  او دمهارتونو پياوړتيا د ټولنې له مهمو اړتياو څخه دي چې دبدلون او نوي کولو لپاره لاره آواروي.
په دې کتنه کې دپنجشيرولايت  دلوړو زده کړودموسسې  مشرتابه غړو دخپلو پلانونواوبرياليتوبونو په باب د  هېواد  اجرائيه رئيس ته   رپوټ وړاندې کړ او زياته  يې کـــــړه  چې په  ټول  توان سره   د دغه ولايت  د محصلانو  د ظرفيتونو دلوړولو لپاره هلې ځلې کوي.
ددوى دڅرګندونوله مخې ؛ په راتلوونکو کلونو کې هلې ځلې کوي  ددغه ولايت   محصلانو ته  په بيلابيلو  حوزوکې د تحصيلي زياتو څانګو په  جوړولو سره  ښه  فرصتونه برابر کړي.
وروسته  دهېواد اجرائيه رئيس دپنجشيرولايت  دلوړو زده کړو موسسې درهبرۍ دغړو  دهلو ځلو له امله دقدردانۍ په څرګندولو سره وويل  چې دتحصيلي او روزنيزو وده  اوپياوړتيا  دملي وحدت دحکومت له ژمنو څخه   دى  ځکه په دې کار سره  دهېواد راتلوونکى تضمينيږي.
دکتنې په پاى کې ډاکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه چې دقانون  له مخې او           په موجودو امکاناتو سره ددوى دهلوځلو او پروګرامونو ملاتړ کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته