سیاست

دهېواد اجرائيه رئيس دامنيتي ځواکونو دټپيانو پوښتنه وکړه

کابل باختر د کب دمياشتې  ٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس نن سهار  دسرتيرو دملي ورځې  ددرناوي په مناسبت دسردارمحمدداودخان مرکزي روغتون ته لاړ  او دامنيتي  ځواکونو دټپيانو  بسترو نا روغتونو پوښتنه وکړه .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
ډاکتر عبدالله عبدالله  ددغه روغتون په بيلابيلو څانګو کې دامنيتي ځواکونو دټپيانو پوښتنه وکړه  او دهېواد په زړورو سرتيرو  مهرباني وکړه.
دغه راز دهېواد اجرائيه رئيس دسردارمحمدداود خان په روغتون کې دامنيتي ځواکونو دټپيانو ستونزې او چلنجونه په هر اړخيزه توګه وڅيړل.
وروسته د ملي وحدت دحکومت اجرائيه رئيس دسردارمحمدداود خان د مرکزي روغتون مشرتابه غړو او متخصصانو ته لارښوونه وکړه چې  په ټول توان  او خپلو موجودو امکاناتو سره دهېواد د امنيتي ځواکونو دټپيانو ددرملنې   ښه والي او بشپړې روغتيا لپاره هلې ځلې وکړي.
دلومړي ځل لپاره دملي وحدت حکومت  دکب دمياشتې دنهمې نيټې  دسرتيرو ورځ  په کابل کې  په ځانګړو مراسمو درناوى وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته