امنیت

دهېوادپه ختيځ کې دطالبانو او داعش ترمنځ دخونړيو بريدونو نوې څپې

 کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢ :
دافغانستان ختيځ په ننګرهار ولايت کې دطالبانو  او د داعش دډلو ترمنځ  دنويو خونړيو نښتو ډګر و.
په دې جګړو کې چې له پرون څخه داچين ولسوالۍ  دکرکن په کلي کې  پيل شوي دي تراوسه پورې  په لسګونو تنو ته مرګ وژبله اوښتې ده.
دافغانستان په  ختيځ کې دملي اردو د ځواکونو وياند شيرين آقا فقيري دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دې جګړو کې تراوسه پورې  ٩ تنه داعشيان  او  طالبانو دډلې ديوه سيمه ييز قوماندان سيدګلاب په ګډون ٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او له دواړو لورو څخه ١٥ تنه نور جګړه ماران ټپيان شوي دي  .
فقيري وويل ؛ دوه تنه وسله وال طالبان په دې نښتو کې  دداعش له خوا نيول شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې : ددغو  جګړو په بهير کې داچين ولسوالۍ په لسګونو کورنۍ  دخپلو کورونو پريښودو ته اړې  شوي دي .
دسيمې  يو شمير اوسيدونکو  په ننګرهار کې  زموږ خبريال ته ويلي دي  چې ددغو جګړو په بهيرکې طالبانو او داعشيانو په اچين ولسوالۍ کې  داستوګنې ديو شمير کورونو په ويجاړولو او سوځول لاس پورې کړى دى .
دافغانستان په  ختيځ کې دملي اردو دځواکونو وياند  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې  جګړې دوام لري .
ددغو دوو ډلو ترمنځ  د جګړو له امله  تراوسه پورې  په ننګرهار ولايت او دهېواد په ځينو نورو سيمو کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددغو  دوو ډلو ترمنځ نښتې او تاوتريخوالى  له هغه وروسته  زور واخيست چې  داعشيانو په ننګرهار ولايت کې د وسله والوطالبانو دډلې ١٣ تنه غړي په بمونو  وتړل او  له منځه يې يوړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته