سیاست

دهيواد ځينو ديني عالمانو دتحول او تداوم له ټيم سره خپل ملاتړ څرګند کړ .

کابل باختر دغبرګولي  پنځلسمه :
دهيواد په سلګونو تنو ديني عالمانو اوجهادي شخصيتونو  نن په کابل کې ديوې غونډې په ترڅ کې  دجمهوري رياست دانتخاباتو په دويم پړاو کې دبدلون او تداوم له ټيم سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې، په دې غونډه کې  چې دلوي جرګې په تالار کې جوړه شوې وه، يوشمير ديني عالمانو او جهادي شخصيتونو خبرې وکړې او دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتوکې دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ  دبدلون او تدوام له ټيم سره  خپل ملاتړ څرګند کړ.
ددغې غونډې برخه والو  دبدلون  او تداوم له  ټيم څخه وغوښتل چې دبرياليتوب په صورت کې دې  دهيواد دمهمو مسئلو او قضيو په حل کولو کې دديني عالمانو اودجهادي شخصيتونو اوزموږ  دټولنې دمطرحو کسانو  نظريو او وړانديزونو څخه استفاده وکړي .
دوى دبدلون او تداوم ټيم دملي يو والي څرګندوى  وبلله او ټينګار يې وکړ چې دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې به دغه ټيم بريالى شى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته