کابل باختر دزمري دولسمه د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند ٩ تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ نورستان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول . په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په کامديش ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي کې بريدوشو د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول . ده وويل: دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو . ويل کېږي په دې هوايي بريدکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله . امنيتي مامورينو نن سهار دنورستان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه شپږماينونه کشف او شنډ کړل . تراوسه پورې ددغو ناکامو ماين ښخونې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى . خو ځيني امنيتي خبرځايونه ددغو ماين ښخوونو عامل وسله وال طالبان بولي . ختم_ عطاالله_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل