ورزش

دهيواد غړ ختوونکو په ايران کې ٤٨١١ مترو په لوړوالي څوکه فتحه کړه .

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
دهيواد غرختوونکو دملي ټيم درې تنه ورزشکاران په ايران کې دکنګل پرمخ په سياليو کې له ګډون وروسته پرون هيواد ته راستانه شول.
داولمپيک دملي کميټې دخپرونو مسوول منورشاه شهزاده نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دکنګل پرمخ سيالۍ د روان ميلادي کال داګست دمياشتې له ٢٤ نيټې څخه دسپتمبردمياشتې تر لومړۍ نيټې پورې دايران په اربيل ښارکې ترسره شوې چې دهيواد دريو تنو غرختوونکو وکولاى شول له نورو ورزشکارانو سره په ډله ييزه توګه دايران داربيل ښار دسب لان څوکه چې ٤٨١١ متره لوړوالي لري فتحه کړي.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو سياليو کې له افغانستان څخه دغرختلو فدراسيون رييسې صديقې نورستانۍ او دغرختلو دملي ټيم دوو تنو ورزشکارانو ګډون کړي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته