اقتصاد

دهيواد صادرات په سلو کې ٦٩ زيات شوي دي .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دعامل هيت رييس وايي چې د روان کال په  نهو مياشتو کې د هيواد  صادرات ٣٩٩ مليونو ډالرو ته  رسيدلى دى .
دباختر آژانس  دخبرله مخې :  دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دعامل هيت  رييس  محمد  قربان  حقجو چې نن يې په يوه خبرې  غونډه کې خبرې کولې  څرګنده  کړه  دافغانستان د سوداګراو صنايعو د خونو دمشرنو له  مخې ١٣٩٢ کال په نهو مياشتو کې دهيواد له صادراتو کچه ٣٩٩ ملينو ډالرته رسيدلې په داسې حال کې چې د ١٣٩١ کال په نهو مياشتو کې دغه   اندازه ٢٦٧ مليونو ډالروته رسيده چې ددغو دوو شميرنوپه پرتله دهيواد  دصادراتو کچه په سلو کې ٤٩   زياته شوى دى.
دافغانستان دسوداګرى او صنايعو دخونو دعامل هيت رييس زياته کړه اوس هم دهيواد له صادراتو په  وړاندې چلنجونه شته چې د صادراتي شرکتونو دکلني  بيلانس په وړاندې کولو سره کولاى شو دصادراتي توکو معياري کول  د  تازه   او وچو ميو دپروسس دمدرن سيستم کمښټ او دپيسو اخيستل دصادراتو په وړاندې له چلنجونو څخه وبولو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته