دهيواد د واليبال ملي ټيم ايران ته لاړ
کابل- باختردتلې دمياشتې ٣ :
دهيواد د واليبال دځوانانوملي ټيم داسيايي سياليو په شپاړلسم پړاو کې دګډون په موخه نن ايران ته لاړ.
دباختراژانس دخبرله مخې: ټاکل شوى، ده دغه سيالۍ دتلې دمياشتې له شپږمې نيټې څخه ترڅوارلسمې نيټي پورې د اتلسو هيوادونو دټيمونو په ګډون دايران په اورميه ښارکې ترسره شي .
د المپيک دملي کميټې د رسنيودمدير عبدالمحبوب سروري دڅرګندونوله مخې، په دې سفرکې اته تنه ورزشکاران، يو ښوونکى اويو اداره کوونکى شامل دي .
ټاکل شوى ده، دهېواد ورزشکاران لومړۍ د تايلند اوورووسته دجاپان اوسريلانکا له ټيمونوسره لوبې وکړي.