کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم تيره شپه په شل آوريزو سياليو کې دکينيا ټيم ته ماتې ورکړه .
دافغانستان دکرکټ بورد اجراييوي رييس ډاکتر نورمحمد مراد دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سيالۍ چې تيره شپه دشارجې په ښارکې ترسره شوې وې دافغانستان ټيم وکولاى شول د دوو لوبغاړو په له لاس ورکولو سره يو سلو دوه شپيته منډې ترسره کړې او دکينيا ټيم ته يو سلو درې شپيته منډې هدف وټاکه چې سيال ټيم ونه شو کولاى ټاکل شوى هدف پوره کړي . په شپږ پنځوس منډو او دټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يې دهيواد دملي ټيم په وړاندې ماتې ومنله اوله ډګر څخه ووتل .
دهيواد دکرکټ بورد اجراييوي رييس نورمحمد مراد دکينيا دملي ټيم په وړاندې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم لپاره يوبې سارې برياليتوب وباله او ټول ملت ته يې مبارکي وويله.
دکرکټ دملي ټيم يوه لوبغارى حامد حسن وکولاى شول چې د سيال ټيم درې تنه لوبغاړې په ډيرلنډ وخت کې له ډګر څخه وباسي او دکام اير هوايي شرکت د عربي متحده اماراتو درې زره درهمه د ښه لوبغارې په توګه ده ته جايزه ورکړه .
ديادونې وړ ده ، چې دافغانستان دکرکټ ټيم به دعربى متحده اماراتو په سياليو کې داکتوبر په څلورمه نيټه يوه ورځنۍ لوبه دهمدې مياشتې په شپږمه نيټه ، څلورو ورځنۍ سيالۍ او داکتوبر په يوولسمه نيټه په شل آوريز سياليو کې دکينيا له ټيم سره وروستۍ لوبه ترسره کړي .
0 1 دقیقه لوستل