ورزش

دهيواد دکرکټ ټيم دهانګ کانګ ټيم ته ماتې ورکړ.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٧
دهيواد دکرکټ ملي ټيم نن دشل اوريزو نړيوالو سياليو کې دهانګ کانګ ملي ټيم ته ماتې ورکړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې : په دې لوبه کې چې په بڼګله ديش کې ترسره شوه لومړي دهانګ کانګ ملي ټيم لوبه پيل کړه او د اتو لوبغاړو په سوځيدو سره يې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ته د ١٥٤ منډو هدف وټاکه چې په مقابل کې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دخپلو دريو لوبغاړو په سوځيدو سره داتلسم اورکې ټاکلى هدف پوره او بريالۍ شو .
د اطلاعاتو او فرهنګ اودځوانانو دچارو وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين له باختر آژانس سره په اريکه کې دهيواد دکرکټ دملي ټيم دبرياليتوب له امله د افغانستان کرکټ بورد، ځوانانو ،ورزشکارانو او دکرکټ مينه والو دافغانستان ټولو خلکوته مبارکي وويله او هيله يې وکړه چې دهيواد دکرکټ ملي ټيم په نورو لوبو کې هم برياليتوب ته ورسيږي.
دهيواد دکرکټ ملي ټيم په لومړى لوبه کې دبنګله ديش له ټيم څخه ماتې وخوړله او راتلونکى لوبه يې دنيپال له ټيم سره ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته