ورزش

دهيواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند ټيم په وړاندې ماتې وخوړه .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
دهيواد دکرکټ ملي ټيم پرون مازيګر له متحده عربي اماراتو سره په سيالۍ  کې دايرلند ټيم په وړاندې ماتې وخوړه .
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک دباختراژانس خبريال ته وويل لومړى لوبه  دافغانستان دکرکټ ملي ټيم پيل کړه او په پنځه څلويښتو اورو کې يې دايرلندټيم ته يوسلويو اويا منډې  هدف وټاکه  چې دغه ټيم  ورکړى شوى هدف  دخپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره بشپړ کړ اوبريالى شو .
ټاکل شوې ده چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  دسکاتلند  له ټيم سره  خپله دويمه لوبه  دروان ميلادي کال دجنوري دمياشتې په څوارلسمه نيټه ترسره کړي .
دهيواد ملي ټيم په لومړى لوبه کې دسکاتلند ټيم ته ماتې ورکړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته