ورزش

دهيواد دڅوارلس کلنو هلکانودفوټبال ټيم هند ته لاړ

 کابلباختردميزان ٧
دهيواد دڅوارلس کلنو هلکانو دفوټبال ورزشکاران نن سهارد يولړ لوبو د ترسره کولو په مقصد له کابل څخه هندوستان ته روان شول
دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمدشاه ساير باختراژانس ته وويل : دغه سيالۍ چې دهندوستان ديو تن اتل سبروتوکپ په نا مه ترسره کيږي دآسيايي هيوادونو دپوهنې ټيمونه پکې ګډون کوي اوپه بيلا بيلو ورزشي څانګو کې سيالۍ کوي
دساير دڅرګند ونوله مخې :   په دغوسياليو کې له افغانستان څخه د فوټبال په څانګه کې و رزشکاران  ګډون کوي .
ديادونې وړ ده چې دهيواد دفوټبال دشپاړلس کلنو نجونو ټيم دوه ورځې مخکې په دغو سياليو کې دګډون په مقصد تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته