ورزش

دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم په نړۍ کې نهم مقام وګاټه

کابل باختر د سلواغې  څليرويشتمه :
دهېواد نولس کلنو  ځوانانو دکرکټ ملي ټيم دنړۍ شپاړلسو هېوادونو د کرکټ  دغوره ټيمونو ترمنځ نهم مقام وګاټه
دهېواد دنولسوکلنو  ځوانانو دکرکټ  ملي ټيم دنړيوال جام په سياليو کې دغه مقام  دزمبابوي  په ټيم له برياليتوب وروسته ترلاسه کړ .
دکرکټ  بورد دخپرونومسوول عزيز غروال باختراژانس ته وويل دافغانستان او دزمبابوي  دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ  دملي ټيمونو ترمنځ لوبه پرون په بنګله ديش کې ترسره شوه  او لومړى دزمبابوي  ټيم توپ وهنه پيل کړه او په پنځوسو اورونوکې يې دنهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ته ددوه سوه اوولسو منډو هدف وټاکه چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ټاکلي هدف په اته څلويښتم  اور کې او دشپږو لوبغاړو په سوځيدو سره پوره کړاو بريالى شو .
  ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې  دهېواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم په دې برياليتوب سره دنړۍ دشپاړلسو غوره ټيمونو ترمنځ نهم مقام  وګاټه .  ديادونې وړ ده چې مخکې له دې دافغانستان  دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم دنوي زيلاند دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم ته هم ماتې ورکړې وه . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته