ورزش

دهيواد دموتاى ورزشکارانو په نړيوالو سياليو کې د سپينو زرو مډالونه وګټل.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
دهيواد دموتاى دملي ټيم ورزشکارانو په نړيوالو سياليو کې دسپينو زرو دوه مډالونه وګټل.
داولمپيک دملي کميټې دخپرونو مسوول منور شاه شهزاد نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې زهره رضايي داته څلويښتو کيلوګرامو په وزن دسپينو زرو او سهراب احمدي داته څلويښتو کيلوګرامو په وزن کې په نړيوالو سياليو دسپينو زرو مډالونه وګټل.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : په دغو سياليو کې چې دوږي دمياشتې له دريمې نيټې څخه تر يوولسمې نيټې پورې دتايلند دبنکاک په ښاريې دوام درلود دافغانستان ورزشکارانو وکولاى شول ددغو سياليو دسپينو زرو دوه مډالونه وګټي.
دغه راز دهيواد څلوروتنو حکمانو چې په تايلند کې په يو سيمينار کې ګډون کړي وو دموتاى دنړيوال حکمتوب سندونه ترلاسه کړل.
ټاکل شوې ده ورزشکاران او ملګري هيئت يې سبا هيواد ته راستانه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته