کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
د هيواد دمرکزي سيمو ګڼ شمير مشرانو عالمانو ، مخورو اوفرهنګيانو نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې چې په ملي شورا کې دخلکو يوشمير استازو ، عالمانو ، مشرانو فرهنګيانو ، دقومونو مخورو ، دپوهنتونونو استادانو او د ځينوسياسي ګوندونو استازو ګډون درلود دکتنې برخه والو لومړي زموږ دسلګونو تنو هيوادوالو دقرباني کيدو په مناسبت چې په بيلابيلو ولايتونوکې دوروستيو طبيعي پيښو له امله له منځه تللي دي همدردي او غمشريکي مراتب څرګند کړل او له دې امله يې دافغانستان ملت او دولت ته ډاډ ګيرنه ورکړه .
دکتنې برخه والو چې دباميان ، دايکندي ،. غور ، غزني ، ميدان وردګو پروان او دکابل دولايتونو دبيلابيلو سيمو او ولسواليو استازيتوب کاوه دې ته په اشارې سره چې ښايي دهيواد امنيتي ځواکونه دجمهوري رياست دانتخاباتو ددويم پړاو دامنيت په تامينولو بوخت شي مرکزي سيموته دغځيدلو مواصلاتي واټونو په تګلورو کې داحتمالي ناامنيو په باب خپلې انديښنې څرګندې کړې او ددولت له مشرتابه او له امنيتي ارګانونو څخه يې وغوښتل چې دتيرو کلونو تجربو ته په پاملرنې سره مخکې له مخکې لازم تدبيرونه ونيسي .
ددغو ولايتونو دخلکو استازو په دې ترڅ کې چې داړوندوسيمو سيمه ئيزو ستونزو او اړتياو ته اشاره وکړه ددولت دوسله والو مخالفينو دبريدونو دزياتوالي او په ځينو مرکزي سيمو کې دناامني درامنځته کولو لپاره د پسرلي په فصل کې دوسله والو کوچيانو دشتون داحتمال په باب انديښنه څرګنده کړه او ددې غوښتنه يې وکړه چې دافغانستان حکومت دې سرله اوسه دهر رازتاوتريخوالي او ناامني درامنځته کيدو دمخنيوي په مقصد لازم او هر اړخيز تدبيرونه ونيسي .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي برخه والو ته دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې دهغو کسانو په باب چې له ولايتونو څخه کابل ته راغلي دي په هيواد کې دوروستيو طبيعي پيښو دقربانيانو له پاتې کسانو او کورنيو او له مصيبت ځپلو کسانو سره دهمدردۍ او غمشريکۍ له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې په سختو اوبدو ورځو کې چې دځينو ولايتونو اوسيدونکي دناوړو طبيعي پيښو له امله قرباني شوي اويا زيانمن شوي دي د افغانستان دخلکو همدردي او غمشريکي دافغانستان دورونو او برابرو خلکو ترمنځ دقوت او قدرت او دوحدت او ورور ولي څرګندوى دي .
دجمهور رييس مرستيال دکتنې دبرخه والو له خوا دطرحه شويو انديښنو په برخه کې څرګندونې وکړې او ويې ويل لکه څنګه چې په تيرو وختونوکې دامنيت تامينول ددولت يوه اساسي لومړيتوب و او امنيتي ځواکونو په ټول توان سره په دې برخه کې هلې ځلې کړي دي او قرباني يې ورکړي دي له دې وروسته هم دهيوادوالو دسراو مال دامنيت تامينول دافغانستان دحکومت دملي پروګرامونو په سرکې ځاى لري .
ده دکتنې برخه والو ته ډاډ ورکړ چې دافغانستان حکومت په کلک هوډ او غوڅوالي سره دهيواد په هرځاى کې چې وي هر راز امنيتي چلنج جدي بولي او امنيتي ځواکونه هم خپلو ورځ په ورځ زياتيدونکو وړتياو ته په پاملرنې سره دهيوادوالو دامنيت دتامينولو په لاره کې لازم تياري لري
دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل چې خلک بايد دهغو اوازو په وړاندې چې کله ناکله دافغانستان دخلکو ددښمنانو له خوا دخلکو ترمنځ دتاوتريخوالي او تفرقې دپيداکولو په مقصد لمن وهل کيږي خپله هوښياري وساتي او پرې نږدي چې دخلکو دښمنان له دې لارې خپلو ناوړه هدفونو ته ورسيږي .
2 2 دقیقې لوستل