ورزش

دهيواد دفوټبال ملي ټيم دپاکستان له ملي ټيم سره دمقابلې لپاره تيارى نيسي .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دهيواد دفوټبال دملي ټيم غړي دپاکستان دفوټبال له ملي ټيم سره  دستيندو دپړاو دسياليو لپاره چمتو کيږي .
دافغانستان او پاکستان  دملي ټيمونو دستنيدو  دپړاو سيالۍ په نږدې راتلوونکې کې په اسلام اباد کې پيليږي .
دهيواد دفوټبال  دخپرونو مسوول علي کاظمي دباختراژانس خبريال ته وويل دافغانستان او پاکستان دملي ټيمونو ددوستانه سياليو دستيندو پړاو دروان ميلادي کال دفبروري  دمياشتې په اتمه نيټه  په اسلام اباد کې پيليږي .
ده وويل  چې دهيواد دفوټبال  ملي ټيم همدا اوس په کابل کې  خپلو مقدماتي تمرينونو ته دوام ورکوي . چې  وکولاى شي خپل سيال ته ماتې  ورکړي .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دملي ټيم غړي په داسې وخت کې له خپلو پاکستاني سيالانو سره مخامخ کيږي چې ددغه ټيم په سرښوونکي محمد يوسف کارګر دناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا بريد شوى  او سخت ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته