سیاست

دهيواد دعدليې دوزير ارواښاد حبيب الله غالب دمړينې له امله دجمهور رييس دمرستيال استاد محمد کريم خليلي دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام .

کابل باختر د ورى دريمه :
دهيواد دعدليې دوزير ارواښادحبيب الله غالب دمړينې له امله دجمهور رييس دمرستيال استاد محمد کريم خليلي دخواخوږۍ  او ډاډګيرنې پيغام .
  په ژورې خواشينۍ سره  مې خبر ترلاسه کړ چې دهيواددعدليې وزير ارواښاد حبيب الله  غالب په حق رسيدلى دى .
ارواښاد غالب دهيواديو سابقه لرونکو او تجربه لرونکو خدمتګار انو څخه و چې دخپل ارزښتناک عمر په بهير کې  دافغانستان او په تيره بيا په حقوقي  برخه  دپرمختګ او ترقي  لپاره يې  زيات  خدمتونه وکړل .
دهيواددقانون جوړلومرکزونوته دښاغلي غالب علمي اوګټورې نظريې او سلامشورې ارزښتناکې وې ، ده دخپل عمر په وروستيو کلونوکې چې دعدليې د وزارت مسووليت په غاړه درلود  دهيواد دحقوقي نظام  دبډاينې  لپاره زياتې هلې ځلې  وکړې دقوانينو دتدوين او تدقيق  په برخو کې ده هلې ځلې  وکړې  دقوانينو دتدوين او تدقيق په برخو کې  دده هلې ځلې دقدروړ دي او نشتوالي يې دهيواد دحقوق پوهانو  او قانون ليکوونکو لپاره يوه ستره ضايعه شميرل کيږي .
  زه ددغې خواشينونکې  پيښې له امله دهيواد جمهور رييس ، دکابينې غړو دعدليې وزارت منسوبينو  اومسوولينو او دارواښاد دوستانو ، پاتې کسانو او په تيره بيا دارواښاد کورنۍ ته ډاډ ګيرنه وړاندې کوم  او دالله ( ج )  له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته دصبر او زغم هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته