دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو په مناسبت دمبارکي پيغامونه .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دجمهور رييس دمرستيالانو ، اجراييه رييس ددرې ګونونو قواوو درييسانو ، دکابينې دغړو او دافغانستان دټول ملت په نامه دزمري دمياشتې داته ويشتمې دهيواددخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې په مناسبت باختر اژانس ته دمبارکي  پيغامونه  رارسيدلې دي .
دباختراژانس  دخبر له مخې،  په دغو پيغامونو کې  ددې تر څنګ چې دزمري دمياشتې داته ويشتمې ، دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې له امله مبارکي  ويل شوې ده  ويل شوې ده چې خپلواکي  دهغو خلکو دوينې حاصل دى چې په بربنډو  پښو او په تشو نسونو دزمانې  دتيري کوونکو په وړاندې ودريدل او په اتلوالۍ سره يې دخپل هيواد دخپلواکۍ  ازادۍ او ځمکنۍ  بشپړتيا دفاع  وکړه .  دغه راز په پيغامونوکې يادونه شوې ده هغه څه  چې دزمانې  دامپراتور په وړاندې  ددغه ستر  بري سبب شول ددې هيواد  دخلکو ملي يو والې اوپيوستون  و .
  ددې هيواد دښمنان په دې پوهيږي تر هغه وخته پورې چې دغه خلک  په بشپړ  وحدت کې  ژوند وکړي خپلو ناوړو هدفونو ته نه رسيږي  په همدې دليل  دى چې دښمن دخلکو ترمنځ  دنفاق دتخم  په شيندلو سره غواړي  خپلو ناوړو هدفونو ته ورسيږي .
په پيغامونوکې دغه راز زياته شوې ده هغه کسان  چې غواړي  دنفاق تخم  وشيندي ددې هيواد له قسم خوړلو دښمنانو څخه بد دي .
دغه پيغامونه دسوداګرۍ او صنايعو ، لوړو زده کړو، پوهنې ، انرژۍ  او اوبو ، فوايد عامې ، کرنې او اوبو لګولو ،ترانسپورت او هوايي  چلند ،  سرحدونو ، قومونو او قبايلو او دکار ټولنيزو چارو دشهيدانو اومعلولينو  دوزارتونو دمشرتابه هيئت  او منسوبينو  دغه راز په پارلماني چارو کې  ددولت دوزير ، دجمهور رييس دملي امنيت دسلاکار   ، باختر اژانس درياست ، داداري فساد پرخلاف  دمبارزې  دعالي ادارې،  دسوداګرۍ  او صنايعو دخونو ، دالکوزي  د نړيوالو شرکتونو ، دپانګونې دملاتړ دادارې ، دستاره دعالي ليسې او دغزني ولايت دسولې  دشورا له خوا رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته