دهيوادداوورزشي څانګو ورزشکاران نن دايکو دسا زمان دغړوهيوادونو دورزشکارا نو په سياليو کې دګډ ون لپاره ترکيې ته روان شول

 

داولمپيک دملي کميټې لوى رئيس محمد ظاهر اغبر په دې سفر کې دورزشکارا نو ملګرتياکوي،دباختراژانس خبريال ته وويل:دغه سيالۍ دايکو دسازمان دغړوهيوادونو دمشرانو له خوا دلاس ليک شويو موافقه ليکو نو له مخې دغړو  هيوادونو دورزشکارانوترمنځ دلا زياتو اقتصادي ،فرهنګي اوورزشى همکاريو په خاطرترسره کيږي

اغبرزياته کړه، دافغان ورزشکارانو دالومړي ځل دى چې په دغو سياليو  کې ګډون کوي

دغه سيالۍ نن دروان کال د وري د مياشتې په شپږ ويشتمه نيټه دترکيې په قبرس ښار کې پيليږي اوپنځه ورځې دوام کوي

داولمپيک دملي کميټې درئيس دڅرګندونو له مخې، په دغو سياليو کې له افغانستان څخه دنجونو او هلکانو په ګډون څلويښت تنه ورزشکاران دځغاستې ،پينګ پانګ ،تينس ، لامبو وهلو،شطرنج ،فوټسال اود بد منټون په څانګو کې ګډون کوي

دغه راز په دې سياليو کې له ورزشکارانو سره اته تنه ښوونکي دټيمونو مسوولين ،دچارو دادارې اود وزيرانو شورا دارالانشا د لوى رياست اود بهرنيو چارو وزارت هيئت ملګر تيا کوي

داولمپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني دڅرګندونو له مخې، په دغوسياليو کې دترکيې ،افغانستان ،ترکمنستان ، ايران ،پا کستان اود قزاقستان د هيوادونو ورزشکاران ګډون لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته