امنیت

دهوايي اوځمکنيو بريدونوپه بهيرکې دداعشيانو او دبهرنيو جګړه مارانو دسردرندو زيان

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٢ :
دننګرهار ولايت  دداعشيانو په سنګرونو دځمکنيو او هوايي بريدونو  دنويو  څپو ډګر و. 
دغه بريدونه په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  داچين ، کوټ  او دروداتو په ولسواليو کې د داعشيانوپه سنګرونو ترسره شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې  ٢٦ تنه  داعشيان ووژل شول او ٣ تنه نور ټپيان شول.
په دغو داعشيانو  تيره شپه دکوټ ، اچين او دروداتو  ولسواليو په ځينوسيمو کې کله چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په   سازمان ورکولو بوخت   وو پرې   بريدونه وشول.
دغه راز  د ډاراچوونکو څلور ډيپوګانې هم  دکوټ او اچين په ولسواليو کې کشف اوترلاسه شوي دي  چې له هغو څخه سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي.
ويل کيږي  په دغو بريدونو کې سرتيرو اوملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى.
دغه راز ويل شوي دي چې دننګرهار ولايت امنيتي ځواکونوپه تيرو٢٤ ساعتو کې د څه ناڅه  ٦ ماينونو په کشف اوشنډولو سره ديولړ چاودنو مخه نيولي ده.
دغه ماينونه دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو سيمو  اولارو کې  ځاى پرځاى شوي و چې دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته