نوى ډيلى ايرنا باخترد لړم د مياشتې ١٩ :
دهند صدراعظم نارندرا مودي تيره شپه په بيړني ټلويزيوني پيغام کې اعلام
وکړ چې ٥٠٠ ګيز او ١٠٠٠ بانکنوټونه نن دچهارشنبې دورځې له سهار څخه دهند له پولي چلند څخه وځي .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ : دهندصدراعظم ددغه بيړني تصميم دليل له تقلبي نوټونو ،ماتو پيسو ،فساد اودهند په اقتصاد له تروريزم سره مبارزه وبلله.
ده زياته کړه چې دهند خلک بايد په ورين تندي سره اودملي ګټو په خاطر دغه تصميم ومني .
دده دڅرګندونوله مخې ؛ د ٥٠٠ ګيز او ١٠٠٠ ګيز هندي کلدارو نوي تصويرونه په ډير لنډممکن وخت کې په هندوستان کې خپريږي.
دهند صدراعظم وويل :نن دچهارشنبې په ورځ دپيسو دکارونې دستګاوې دهند په ګوټ ګوټ کې غيرفعالې دي او بانکونه به دبدلون لپاره دپيسو دترلاسه کولو په خاطر تړلې وي. خو دغير پولي تجارتي معاملو په بهيرکې به خنډ پيدا نه کړي.
ده څرګنده کړه چې د ٢٠١٦ ميلادي کال ددسمبر دمياشتې تر ٣٠ يا دروان
هجري لمريز کال دمرغومي د مياشتې تر ١١ نيټې پورې به په بانکونو کې
دپيسو دتحويلولو لپاره کوم محدوديت شتون ونلري.
د ٥٠٠ ګيز او ١٠٠٠ ګيز هندي کلدارو اسکناس دهند په بانکي نظام کې ډير ستر اسکناس بلل کيږي .
مخکې له دې دهند حکومت له جعلي پيسو او تروريزم سره دمبارزې په موخه په ورځ کې دڅه ناڅه پنځوسو زرو هندي کلدارو داخيستلو اود هغو کسانو په حساب د څه ناڅه پنځوسو زرو کلدارو دتحويلولو په ګډون چې دايمي بانکي شميرې نلري ، پولي محدوديتونه وضع کړي و.
0 1 دقیقه لوستل