نوى ډيلى ايرنا باختر د غبرګولي دمياشتې ٨ :
دچين ولسي جمهوريت د وروستيو څو اوونيو په بهير کې وښودله چې دبهارتيا جانتا له ښي اړخي ګوند څخه د نارندرامودي په مشرۍ دهند له نوي حکومت سره داړيکو دپياوړتيا غوښتنه کوي.
د چين دحکومت سياسي او امنيتي سلاکار پانګ جيه چى په پيکنګ کې دهند له سفير اشوک کي کانتا سره وکتل او ويې ويل چې دهيواد مشرتابه يې په نوې کچه د اړيکو دپياوړتيا په مقصد دهند له نوي حکومت سره همکارۍ ته چمتو دي.
دغه سلاکار په دې کتنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي اړيکو په جوړولو ټينګار کړى دى .
دچين صدراعظم چې د ٢٠١٣ کال په مارچ مياشت کې په دغه پست وټاکل شو خپل لومړنى بهرنى سفر يې نوي ډيلى ته وکړ او داقتصادي راکړې ورکړې په برخو کې دستراتيژيکي اړيکو د رسيدو او دسرحدي مسلو په ګډون د دواړو لورو ترمنځ داختلافونو د حل کولو غوښتنه وکړه .
دنن په نوي خبر کې چې په نوي ډيلي کې اعلام شو ويل شوى دي چې د چين دبهرنيو چارو وزير په نږدې راتلونکي کي چين ته سفر کوي .
دهند رسمي خبرځايونو وويل چې دچين دبهرنيو چارو وزير به دغبرګولي دمياشتې په ١٨ نيټه هند ته سفر وکړي او اعلام به وکړې چې پيکنګ له نوي ډيلي سره اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي.
1 1 دقیقه لوستل