– نيويارک – باختر دتلې دمياشتې ٧
ټاکل شوې ده دهند او دپاکستان دصدراعظمانو کتنه نن وشي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : د دواړو هيوادونو مشران به د دوه اړخيزو اړيکو
او دستونزو دلرې کولو او داړيکو د عادي کولو په باب له يوبل سره خبرې وکړي.
نواز شريف په نيويارک کې دملګرو ملتو دسازمان په عمومي ټولنې کې وويل دى له خپل هندى سيال سره د يو نوي پيل او له هند سره د نوي تعامل په اساسي او هدفمندو خبرو په لټه کې دى .
د هند صدراعظم دامريکا له جمهور رييس بارک اوباما سره له کتنې وروسته پاکستان يې دتروريزم مرکز وباله او دپاکستان دحکومت ويندوى په دې باب وويل چې پاکستان د تروريزم يو قرباني دى .
دپاکستان دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى اعزاز احمدچوهدري ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پاکستان هيله لري چې د دواړه مشران دنامطلوبو پيښو د اغيزو د بريالي کيدو لپاره دميکانيزم دپياوړتيا لاره چې د د ديالوګ دانحراف سبب کيږي ، ومومي او پاکستان دسولې په بهير کې د ديالوګ غوښتنه کوي.
دهند صدراعظم منموهن سنګ له خپل پاکستاني سيال سره دکتنې په درشل کې له اسلام آباد څخه وغوښتل چې له تروريستانو سره دې مرسته ونه کړي .
منموهن سنګ زياته کړه ، دا حتمي دي چې له پاکستان او دهغه ترکنترول لاندې سيمو څخه بايد له تروريستانو سره دمرستې په خاطر چې هند ګواښوي استفاده ونه شي.
0 1 دقیقه لوستل