نوى ډيلى – ايرنا – باختر دکب دمياشتې ٣
په هند کې د دووتنو ايتالوي ټوپک لرونکو دمحاکمې پرسر د هند او ايټاليا ترمنځ دتاوتريخوالي له زياتيدو وروسته په ايټاليا کې د دغه هيواد د سفارت ته ګواښ وشو.
دايران د دولتي خبري آژانس دخبرله مخې : په ايټاليا کې دهند دسفارت کارکوونکي په هند کې د دوو تنو ايټالوي پوځيانو دمحاکمې له بيا ځنډيدو او هيوادته يې د ايټاليا دسفير له غوښتنې وروسته په ګواښوونکو ايميلونو سره وګواښل شول.
دايټاليا درسمي خبري آژانس (انسا) دخبرله مخې : دهند دحکومت ويندوى سيد اکبرالدين له انسا سره په خبرو کې ددغو ګواښونو د تائيدولو په ترڅ له ايټالوي مقاماتو څخه وغوښتل چې ددغه هيواد دکارکوونکو او ديپلوماتيکو مرکزونوساتنه تضمين کړي .
دغه دوه تنه ايټالوى ټوپک لرونکي دوه کاله کيږي چې د دوو هندي کب نيوونکو
د وژنې په تور په دغه هيواد کې بنديان دي او ايټاليا هم تل ددغه مورد دنړيوال کولو په لټه کې ده چې کيداى شي دهند او د اروپا د اتحاديې ترمنځ د آزادى تړون له خطر سره مخامخ کړي.
0 1 دقیقه لوستل