دهند اوپاکستان ترمنځ خبرې لغوه شوې
نوى ډيلې بي بي سي نيوز باختر د وږي د مياشتې ٢ :
دهند اوپاکستان ترمنځ پلان شوې خبرې چې ټاکل شوې وه پرون ترسره شوې واى، لغوه شوي دي .
پاکستان ويلي دي چې نه شي کولاى دخبرو لپاره دهند شرطونه ومني .
له دې سره جوخت هند ويلي دي چې دغه هېواد دد غو خبرو دلغوه کولو مسوول نه دى .
هندي مقاماتو ويلي دي چې دوى يوازې ليوال دي چې له تروريزم سره داړ وندو مسلو په باب او نه د نورو موضوعګانوپه باب خبرې وکړي .
ددغو څرګندونوپه غبرګون کې پاکستاني مقاماتو وويل چې يوازې په همدې بنسټ خبرې به بيځايه وي .
په هغې وينا کې چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت له خوا صادره شوې ده ويل شوي دي چې دغه هېواد دې نتيجې ته رسيدلى دى چې د دواړو لورو خبرې به نتيجه ونلري.
ددغې وينا له مخې، هند نه شي کولاې چې په يو اړخيز ډول دا حق ځانته غوره کړي چې له دې وروسته د دواړو لورو ترمنځ نورې مسئلې يوازې او هغه وخت چې دتروريزم مسئله وڅيړل شوه او له منځه لاړه ددواړو لورو دخبرو وړ وګرځي.