نوى ډيلى دي نيوز باختر دتلې دمياشتې ٥ :
يومني بس موټر نن دهند دهيماچل پراديش ايالت دغرني سيمې له يواټ څخه يوې ژورې درې ته وغورځيد چې له امله يې شل تنه ووژل شول .
دغه موټر له يوسلوپنځوسو متري لوړوالي څخه درې ته وغورځيد او دهند دپوليسو ديولوړ افسر دڅرگندونوله مخې : يوازيني څوک چې په دغې پيښې کې ژوندى پاتې دى يو دولس کلن هلک دى .
په دې پيښه کې موټر هم ټوټې ټوتې شوى دى اودوژل شويو مړي د تشخيص وړ نه دي .
په هندوستان کې دموټر دټکر پيښې دواټونو د کيفيت دټيټوالي اودموتر چلوونکو دبي احيتاطې له امله په پرله پسي توګه رامنځته کيږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ