نړۍ

دهندپه شمال ختيځ کې نا آرامۍ

نوي ډيلى ايرنا  باختردزمري دمياشتې  ٢٩ :
دهندپه شمال  ختيځ دآسام ايالت نن  ديو لړ ناآراميو او اړو دوړ ډ ګر و چې له امله يې  پنځه تنه پوځي مليشې اويو پوليس وو ژل شول.
دهندپوليسو اعلام وکړ چې په آسام ايالت کې   فعالو بيلتون غوښتوونکو پوځي مليشو نن سهار له امنيتي ځواکونوسره په نښتې لاس پورې کړ  چې په بهيرکې يې  يو پوليس اوپنځه تنه ياغيان ووژل شول .
يوه هندي مامور وويل  :  دغه جګړه هغه وخت ونښته چې امنيتي ځواکونه  دځنګلي سيمو په پاکولو بوخت وو.
وسله والو پوځي مليشو دهند په امنيتي ځواکونو په ډزو سره  له هغوى سره په نښتې لاس پورې  کړ او دنښتې له پاى ته رسيدو وروسته  پوليس په دې بريالي شول چې يوه زياته اندازه وسله ، مهمات اوپيسې کشف اوضبطې کړي.
په همدې حال کې  هندي رسنيو نن  ددغه هېواد په شمال  ختيځ کې ددوو اياليتونو آسام او ناګالند په سرحدي سيمو کې دمظاهرو او اړو دوړ خبر ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته