کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
دافغانستان لپاره دهند دمرستې دپنځه اويا زرو تنو غنمو لومړى کاروان دچابهار بندر ته رسيدلى دى او ټاکل شوې ده تر څو راتلونکو ورځو پورې له ايران څخه افغانستان ته ولېږدول شي .
باختراژانس دکرنې اوبو لګولواومالدارى وزارت داعلاميې له خولې خبرورکړ ، چې دکرنې اوبو لګولو او مالداري وزير نصير احمددراني په کابل کې دهند له سفير ويني کومار سره په کتنه کې وويل چې دافغانستان لپاره ددغه هېواددمرستې دغنمو لومړى کاروان دچابهار بندر ته رسېدلى دى .
دهند سفير ويلي دي چې په دې کاروان کې پنځه اويا زره ټنه غنم شامل دي او په ډير لنډ ممکن وخت کې دايران له چابهار بندر څخه افغانستان ته لېږدول کېږي .
په دې کتنه کې دواړو لورو دکرنې په برخه کې دظرفيت دلوړولو ، دکرنې په برخه کې دتحصيلي بورسونو او هند ته دافغانستان د پيازو دصادراتو په باب خبرې وکړې .
ختم_ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل