دهنددماليې وزير :پاکستان په افغانستان کې زموږ دشتون له ا مله خيالي ويره لري
کابل باختر د ثور لومړي :
دهند د ماليې وزير وايي چې هيواد يې په افغانستان کې غير پوځي ګټې لري او ددغو ګټو دپراختيا په لټه کې دي.
دباختراژانس دخبر له مخې، دهند د ماليې وزير دخپل هيواد يوې تلويزيوني شبکې ته ويلي دي چې په افغانستان کې د هند دشتون له امله دپا کستان انديښنې خيالي انديښنې دي موږ په افغانستان کې غير پوځي ګټې لرو اوموږ ددغه هيواد په بيا جوړولوکې په سلګونو مليونه ډالره لګولي دي زموږ ټولې مرستې په ملکي برخه کې دي زموږ دولت افغا نستان ته دملي شورا تاسيسات جوړکړى دى ، لويې لارې يې جوړې کړي اوظرفيتونه مو پيا وړي کړي سره له دې چې موږ له افغا نستان سره ګډه پو له نه لرو خو له دغه هيواد سره مينه لرو اودغه علاقمندي د هند او افغانستان ترمنځ د تاريخي اړيکو زيږنده ده .
ده زيا ته کړه چې موږ په افغا نستان کې يو عسکر هم نه لرو دا په داسې حال کې ده چې د هند دولت په ټولو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي، دپوهنې ،لوړو زده کړو اودکارکوونکو دظرفيت دلوړولو په برخه کې زموږ هيوادستر رول لوبو لى دى.
دهند دماليې د وزير څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې پا کستان په وار وار په افغا نستان کې د هند دشتون له ا مله انديښنه څرګنده کړې ده اودا کار يې د ځان په وړاندې سيالۍ بللې ده په داسې حال کې چې هم افغان مقاماتو اوهم هندي مقاماتو ويلي دي چې افغانستان ددغه شان سياليو ځاى نه دى بلکې دواړه هيوادونه دخپلوملي ګټو اود تاريخي اړيکو په باب حسا ب کوي.
پخوا يو پيژندل شوي پاکستاني سياستوال اسفنديار ولي خان په افغانستان کې دهنددفعال شتون په وړاندې دپاکستان انديښنې بيځايه بللي دي او ويلي يې دي چې ښه به وي پا کستان دمنفي سيالۍ پرځاى په افغا نستان کې د هند له ښو کړنو څخه الهام واخلي او ده له پا کستا ني مقاماتو څخه غوښتې دي چې د انديښنو پرځاى دې د افغا نستان د بيا جوړولو اود اقتصادي ودې په کار کې ونډه واخلى .