امنیت

دهمکاری تفاهم ليک لاس ليک شو

کابل-باختر د مرغومې دمياشتې ١٨
دملی پوليسو د روزنې په خاطرد همکارۍ تفاهم ليک دکورنيو چارو وزارت د سر پرست او په افغانستان کې د ناټو  قوماندانی د مرستيال تر منځ  لاس  ليک  شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دکورنيو چارو وزارت سرپرست ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي ددغه تفاهم ليک  د لاسليک کولو په وخت کې وويل : دغه تفاهم ليک د پوليسو دمسلکي زده کړو او دملي پوليسو په قطعاتو او جزوتامونو کې دليک لوست د زده کړې د کورسونو د پياوړتيا په مقصد دناټو دتعليمي قوماندانۍ او دکورنيو چارو وزارت ترمنځ لاسليک شو چې دپوليسو د ظرفيتونو او وړتيا د ودې په لاره کې به اغيزمن رول ولري.
دکورنيو چارو وزارت سرپرست زياته کړه : نړيواله ټولنه د تيرو ديارلسو کلونو په بهير کې دپوليسو د منسوبينو د روزنې ،سمبالولو او ظرفيتونو دلوړولو په  برخو کې هر  اړخيزې مرستې او همکارۍ کړي دي.
چې له تروريزم او له  نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره او دقانون د تنفيذ په برخه کې اغيزمن رول درلود.
ده وويل : د هيواد ملي پوليسو د هيواد په دغه  اساس پړاو کې چې دامنيتي مسوولينو دليږدونې بهير په ټول  هيواد کې بشپړ شو. دى خپلې امنيتي دندې له ملي اردو او له ملي  امنيت سره په  همغږۍ مستقلانه ډول پرمخ وړى؛ په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو دقومانداني تعليمي مرستيال دهيواد دامنيتي ځواکونو او په تيره بيا دملي پوليسو دملاتړ په لاره کې د ژمنى په نوى کولو سره وويل: نړيواله ټولنه ژمنه ده چې  دافغانستان له امنيتي ځواکونو او په تيره بيا دملي پوليسو دملاتړ په لاره کې دوام ورکوي.
بايد وويل شي چې ددغې پروژې لګښت دناټو له خوا تمويليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته