کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
دهلمند ولايت په پوهنتون کې پرون ديو جومات دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .
دباختر اژانس دخبرله مخې ، ددغه جومات دودانۍ دجوړولو دکار په پرانستلو کې دهلمند والي ، ددولتي ادارو يوشمير مسوولينو او دهلمند دپوهنتون استادانو ګډون کړي و .
دهلمند دپوهنتون رييس سور ګل عبدالرحمن وويل چې دغه جومات دحج اوقافو وزارت له بودجې څخه په درې سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې ددريو مليونو او درې سوه زرو افغانيو په لګښت په څلور راتلونکو مياشتو کې جوړيږي . دهلمند دحج او اوقافو رياست سرپرست حافظ محمد داود محقق وويل چې ددغه جومات په جوړولو کې ټول معيارونه په پام کې نيول شوي دي .
دهلمند والي حيات الله حيات ددغه جومات دودانۍ دجوړولو په خاطر دحج او اوقافو له وزارت څخه قدرداني وکړه .
0 1 دقیقه لوستل